نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

هفته نامه پیشرو شماره 25 حوت 1386

 نړیوال کیدنه څه شی دی؟

نړیوال کیدنه څه شی دی؟ زمونږ د دوران آریزه مخامخ کیدنه. د دولت پر وړاندې د بازار سر پورته کول، خصوصی څانګه د ټول ګټو خدمتونو پر وړاندې، یو کس د ټولو پر وړاندې، ځانغوښتنه د پیوستون پر وړاندې.

بازار له هرې لارې هڅه کوی چې د دولت په کړنلارو د خپلې مداخلې حیطه کې زیاته پراخه کړی. له همدې امله دی چې خصوصی کیدنه په هر ځای کې پراخیږی. خصوصی کیدنه په واقع کې خصوصی څانګې ته د ټولیزې شتمنۍ (شرکتونو او خدمتونو) ته د لیږدونې پرته بل هیڅ څه نه دی. هغه څه چې تر اوسه وړیا (او یا هم په ټیټه بیه) پرته له هیڅ ډول تبعیضه د ټولو وګړو په لاسرسۍ کې ول، اوس یا په پیسو او یا هم ګران شوی دی. دې لویې ټولنیزې شاته تلنې، زیاتره د بې وسه اقشارو ګریبان نیولی؛ ځکه چې ټول ګټی خدمتونه، د هغو پانګه ده چې هیڅ پانګه نه لری.

له بل پلوه، نړیوال کیدنه د خپلې تجارتی راکړې ورکړې د مکانیزم، دوه لارې لری: یا په بورس کې پانګه اچونه وکړی (د نړۍ په هر بورس کې، ځکه دلته پانګه پرته له هر ډول خنډه روانه ده) او یا په یوه صنعتی پروژې کې (د لګښتی محصولاتو د کارخانې جوړول). دویمه حل لاره په اروپا کې د منځنۍ ګټې کچه د ۶تر ۸ په سلو کې له ځانه سره لری. په داسې حال کې چې په بورس کې د پانګې اچونې له لارې ګټه اخیستنه کولای شی لوړ عاید رامنځ ته کړی (په ۲۰۰۶ کال کې د بورس بازارونو کې آلمان ۱۷ په سلو کې او فرانسې ۲۲ په سلو کې کې ګټه درلودلې ده).

له داسې ښکاره توپیر سره، پانګوال نور په صنعتی څانګه کې (هماغه ځای چې کار په کې پیدا کیږی) پانګې اچونې ته نه چمتو کیږی مګر دا چې دا پانګه اچونه هغوی ته ۱۵ په سلو کې کلنی ګټه په زیری راوړی. دا پداسې حال کې چې ومولیدل دداسې پانګې اچونې منځنۍ ګټه په اروپا کې ۶تر ۸ په سلو کې ده. څه باید وکړو؟ د بیلګې په توګه په چین یا تایلند کې پانګه اچونه، هغه هیوادونه چې د ډیرې ټیټې تنخوا له امله کولای شی د پانګې اچونې د کلنۍ ګټې کچه تر ۱۵ په سلو یا زیاتره چمتو کړی. له همدې کبله ده چې نن ورځ دا ټوله پانګه اچونه په چین کې تر سره کیږی.

او له هغه ځایه چې ددې کړنو موخه په بې وزله هیوادونو کې په ټیټه بیه تولید او په شتمنو هیوادونو کې په لوړه بیه پلورل دی، د وارداتی تولیداتو سیل د پلورلو لپاره د "هیواد-فابریکو" څخه لکه د اروپا په لور رهی کیږی. همدلته دی چې دا تولیدات د خپل همډوله محصولات چې په زړه لویه وچه کې د ګارګرانو د ټولنیز حقوقو له کبله د زیاتو لګښتونو سره تولیدیږی، نابرابره سیالی پیل کوی. پایله دا چې اروپایی شرکتونه د ناکامۍ سره مخ کیږی او زیاتره تولید کونکی له تعطیل کیدو نه رغیدنه نه لری او کارګران له کاره شړل کیږی.

ځینی مالکان د خپلې بقا لپاره، د "ځای په ځای کیدنې" پریکړه کوی یعنې د خپل تولید مرکز د ټیټ معاش هیوادونو ته لیږدوی. دا کار په شتمنو هیوادونو کې د فابریکو د تړلو او بې روزګارۍ لامل ګرځی.

په دې ډول، نړیوال کیدنه د مکانیزم په څیر د توپیر او تلپاتې رده بندۍ لپاره د یوې ټولیزې سیالۍ تر فشار لاندې عمل کوی. دا سیالی د پانګې او کار تر منځ ده. هغه پانګه چې آزاد بهیر لری او انسانان چې لږ خوځنده دی، له دې کبله ده  چې پانګه ګټونکی ده.

هماغه شان چې لویو بانکونو په نولسمه پیړۍ کې او یا هم کڼ ملتیزه شرکتونو د ۱۹۶۰ تر ۱۹۸۰ کلونو پورې خپله کړنه په زیاتره هیوادونو وتپله؛ د مالی بازارونو خصوصی پانګې هم، اوس د زیاتره هیوادونو برخلیک، او په یو ډول ویلای شو، د نړۍ اقتصادی برخلیک، په لاس کې نیولی دی.

مالی بازارونه په دولتونو باندې د خپلو قانونو د تپلو وس لری. په دې نوې سیاسی- اقتصادی ننداره کې، نړیوال عنصر پر مالی عنصر او خصوصی شرکتونه پر دولت برلاسی دی. بیاویشل  نور تقریباً شتون نه لری او موږ ته ویل کیږی چې د ودې یوازینۍ لاره، خصوصی شرکتونه دی. په نړیواله کچه هم یوازې هغه کسان ګڼل کیږی چې د سیالۍ په ډګر کې پیژندل کیږی. له همدې امله موږ ته ټینګار کیږی چې ټول شیان هرومرو د خصوصی شرکتونو په محور سنبال شی.

په یوه نړیوال شوی اقتصاد کې، پانګه، کار او لمړنی توکی په یوازې توګه ټاکونکې اقتصادی عناصر نه دی. هغه څه چې اړین شمیرل کیږی، ددې دریو توکو خپل منځ کې بنسټیزه اړیکه ده. ددې اړیکې د ټینګولو لپاره، د یو شرکت نه سرحدونو ته پام وی او نه قانونو ته، یوازې د اطلاعاتو، د کار سنبالنه او مدیریتی انقلاب څخه تر ټولو زیاتې ګټې لاس ته راوړنې په خاطر  استفاده په پام کې وی. زیاتره وختونه دا کار د یوه هیواد په منځ کې د یووالی د بیلیدنې لامل ګرځی او کار تر هغه ځایه رسیږی چې د شرکت ګټې او د ټولنې ملی ګټې یو له بله بیلیږی او د بازار او دموکراسۍ منطق یو له بله واټن اخلی.

نړیوال شوی شرکتونه په هیڅ وجه ځان په دې ډله کې ګډ نه بولی، هغوی په ټوله نړۍ کې په تړون تړلو او  خرڅلاو لاس پورې کوی. دا شرکتونه ځان د ګڼ ملتیزه ځانګړنو درلودونکی بولی چې هغوی ته د زیاتې آزادۍ سره د عمل اجازه ورکوی. او دا د هغه نړیوالو سیاسی، اقتصادی او حقوقی سټو د نشتون له امله دی چې وکولای شی د دې شرکتونو په چلند کې اغیزمن بدلون راولی.

له دی پلوه، نړیوال کیدنه، یوه لویه اقتصادی، سیاسی او کلتوری شلیدنه شمیرل کیږی. نړیوال کیدنه، وګړی د یوازینی فرمان د سلطې لاندې راولی: پرته له هر ډول ارادې څخه د بازار د بې نوم او نښان حکمونو لا ښه منلو ته "ځان عیارول". نړیوال کیدنه په اقتصاد پالنه کې د عطف ټګی دی: د "نړیوال" انسان جوړونه، د کلتور او معنا څخه تشونه او په پای کې د نورو څخه بې خبری، او د نیو لیبرالیزم د ایدیولوژۍ تپل پر ټولې نړۍ باندې.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد