د پاکستان د سیاست پر آسمان د جنرال پرویز مشرف د ستوری د راپریوتلو نښې نښانې تر سترګو کیږی. له شلو ورځو راپدیخوا هیواد ټول ښارونه د قهرجنو لاریون کونکو د اعتراض ډګر ګرځیدلی دی.
د مارچ په نهمه د پاکستان ستر قاضی یا قاضی القضات د خپل واک نه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د جنرال پرویز مشرف لخوا له دندې ګوښه ګړی شو. افتخار محمد چوهدری چې له دوه کلونو راپدیخوا د پاکستان ستر قاضی و، د خپل هیواد په سیاسی بهیر کې فعاله او رغنده ونډه درلوده. په ظاهره د پاکستان پوځی واکمن د خپل دې اقدام تر شا د لومړی وزیر شوکت عزیز د حکومت لخوا د ښاغلی چوهدری پرخلاف شکایت بولی. او همدا وه چې د سترقاضی دوسیه د سترې قضایی شورا (سپریم جوډیشل کونسل) ته واستول شوه. دا کار د خپل ډول لومړنۍ بیلګه وه. د چوهدری له ځنډولو وروسته قاضی رانا بهګوان داس د سرپرست ستر قاضی په توګه لوړه پرځای کړه. دی د پاکستان د هندو لږکیو څخه راځی.
د پردې تر شا
د مارچ په نهمه په پوځی یونیفورم ملبس جنرال مشرف، په راولپنډۍ کې د پوځ مرکزی دفتر ته افتخار چوهدری احضار او د لنډ توضیح نه وروسته یې ترینه د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه. لدې ترڅنګ مشرف ژمنه وکړه چې پدې صورت کې به یې ښه ونازوی او پر لوړې دولتی څوکۍ به یې وګوماری؛ که نه نو چوهدری ته به په مخه ښه ووایی او له هر ډول دولتی امتیازونو څخه به یې بې برخې او د محکمې په مخ کې به یې د ځان سپیناوی لپاره ودروی.
ستر قاضی دویمه لاره غوره کړه. پدې توګه هغه د پنځه ساعتونو لپاره تر څارنې لاندې ونیول شو چې په ترڅ کې یې مشرف سرپرست قاضی القضات وټاکه. مشرف د قاضی القضات د ځنډولو اعلان په رسمی توګه د غرمې نه وروسته وکړ. دې اعلان یو سیاسی توپان له ځان سره راوړ. له همغې ورځ نه راهیسې، په لاهور کې په یوازې شا و خوا ۲۰۰ کسان د پولیس لخوا نیول شوی ترڅو د مخ په زیاتیدونکو اعتراضونو او لاریونو مخه خنډ کړی. خو تر دې مهاله د پاکستان په ټولو لویو او کوچنی ښارونو کې په زرګونو لاریون کونکو پر قضایی ځواک باندې د مشرف د دې بربنډ او څرګند تیری پرضد خپل غږ پورته کړی دی. د پاکستان دموکراسی هغه وخت لاپسې د نړیوالو د ملنډو شوه چې تلویزیونی انځورونو کې خلکو ولیده چې د آی اس آی مامورینو، افتخار چوهدری له ویښتانو راکاږه او په زور سره یې په موټر کې د سترې محکمې ودانۍ ته د محاکمې لپاره بوته.
د دوه زره لومړی کال د سپتامبر د یوولسمې نه راپدیخوا د پاکستان سیاست او ټولنه پراخ بدلونونه له سره تیر کړی دی. پدې ترڅ کې پاکستان چې کلونو لپاره یې طالبان او نور ترهګر روزلی ول، خپل دریځ په یوه شپه بدل کړ او د متحدو ایالتونو پلو یې ونیو. د پاکستان پوځ ته لاپسې پراخ واک ورکړ شو ترڅو له متحدو ایالتونو سره په خلاص مټ د همکارۍ په بدل کې ستر مالی او پوځی امکانات لاس ته راوړی. په همدې بهیر کې و چې پاکستانی استخباراتی سازمان د بهرنی استوګنو تر څنګ د خپل هیواد استوګن هم د پیسو په بدل د امریکا پوځی استخباراتو ته وسپارل. په سلګونه پاکستانی وګړی تری تم شول. کورنیو یې د هیواد د هرې محکمې ور وټکوه. د سترې محکمې د مشر په توګه ستر قاضی افتخار چوهدری استخباراتی سازمانونو ته امر وکړ چې ورک شوی استوګن دې د هغوی کورنیو ته وروسپاری. دا هغه څه و چې د مشرف پوځی دولت یې خواشینې کړ. ستر قاضی چوهدری، څه موده وړاندې د پاکستان د تر ټولو ستر پولاد جوړولو فابریکې د خصوصی کیدو پرخلاف هم حکم کړی و. دا فابریکه د لومړی وزیر شوکت عزیز د یو ملګری عارف حبیب کمپنۍ ته د خصوصی کیدو په حال کې وه. ښاغلی چوهدری د ګڼ شمیر ټولګټو پارکونو په هکله چې په بام کې ول د ګلف په ډګرونو واړول شی هم فیصله کړې ده.
له بل پلوه، سږکال اکتوبر کې به د پاکستان ټولټاکنې ترسره شی. مشرف د یو ځل بیا لپاره د ولسمشر پاتې کیدو خیال په سر کې لری. د مذهبی ګوندونو سره د جوړجاړی ترڅنګ، مشرف غواړی د چوهدری په شان د یو خپلواک قاضی القضات له سرخوږی نه هم ځان بی غمه کړی او په یو وخت کې هم ولسمشر او هم د پوځ لوی درستیز پاتی شی.
د مشرف اوه کلنې پوځی واکمنۍ نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره ډیره ګرانه پریوتې ده او ترهګر طالبانو یو وار بیا سرراپورته کړی، دننه په کور کې هم د سکیولار ګوندونو لپاره د کار ډګر تنګ کړی او پر ځای یې افراطی مذهبی ډلې ځان ته رانژدې کړی دی؛ که څه هم چې مشرف د نړیوالو د خوشاله ساتلو لپاره د افراطی مذهبی ډلو غندنه کړی ده.
نن سبا چې د پاکستان پلازمینه اسلام آباد د ښی او کیڼ ګوندونو د لاریونونو ډګر ګرځیدلې او ولس د پوځ واکمنی نه منی، د لاریون کونکو په منځ کې د قاضی حسین احمد او مولانا فضل الرحمان په څیر مذهبی افراطیانو شتون د دې اعتراضونو له وزن او دروندوالی څخه کموی او دا تصور تداعی کوی چې ګوندې پوځی واکمنی دې دوام ومومی که نه نو پاکستان به د افراطی مذهبی ډلو منګلو کې کیوځی.
د مذهبی ګوندونو ترڅنګ د د وکیلانو په لاریون کې د مشرف پلویان هم نفوذی وردننه شوی ول او د مشرف په ملاتړ کې یې شعارونه ورکول چې د نورو لاریون کونکو له کلک غبرګون سره مخ او وډبول شول. د هغوی له ډلې څخه یو تن د مفصل ټکول کیدو نه وروسته اعتراف وکړ چې د پاکستان یوې حساسې ادارې (ولولﺉ آی اس آی) لپاره کار کوی. لاریون کونکو هغه اړ باسه چې ووایی (مشرف سپی دی).
لاریونونو کې د پاکستان د کیڼ غورځنګ ونډه د پام وړ وه او همدا شعارونه به یې ورکول چې (یه جمهوریت جهوټی هې – یها ساری جنتا بهوکی هې) دا دموکراسی کاذبه دموکراسی ده—دلته ټول ولس وږی دی. یا (پاکستان کا مطلب کیا—لاټی ګولی مارشل لا) د پاکستان مطلب څه دی—کوتک، مردکی او پوځی واکمنی.
د پاکستان مذهبی ګوندونو سره د پوځی واکمنانو نارسمی تړون او د هیواد په ګڼ شمیر اقتصادی بنسټونو کې د هغوی پانګه اچونه، ولس په پراخه پیمانه د فقر او بې وسۍ سره مخامخ کړی.